ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو عمومی قوماندان په تهران پوهنتون کې د تبیّن جهاد پالوپه ملی سمینار کې پخپلې وینا کې ووئيل،په نړۍ کې د امریکا د سیاسی قدرت اعتبار دتیر وخت په څير په رسمیّت نه پيژندل کیږي او د تیر وخت په شان ددغه قدرت نور خریدار کم شوي دي.
سردار سلامی وروستیو بلواؤ ته په اشارې سره ټينګار وکړ، دا داسې جنګ دی چې د ایران د ښارونو له واټونو څخه رانیولې تر واشنګټن،نیویارک،لندن،تل ابیب او ریاض پورې غزیدلی دی.
سردار سلامي زیاته کړه ،هرڅومره مخکې ځوو، د اسلامی انقلاب په مقابل کې امریکایان،په نړۍ کې له سټراټژیک سریالي او دومدارو ماتو سره مخامخ دي چې دغه ناکامۍ نه یوازې له امریکا سره د اسلامی ایران نسبت بدلوی ،بلکې له امریکا سره د درستې نړۍ نسبت بدلوي.